د ترکیې پولیسو په ماردین او بالیک اسیر ښارونو کې ۱۰۷ افغان کډوال ونیول. د نیول شویو کسانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم وو او څلور کسان د کډوالو د قاچاق په تور ونیول شول.په ماردین کې اتیا بې اسناده کډوال په یوه لارۍ کې ونیول شول. په بالیک اسیر کې هم اووه ویشت نور کډوال په دوو موټرو کې ودرول او ونیول شول.د ترکیې د کډوالو ادارې د شمېرو له مخې، افغان وګړي د نیول شویو بهرنیو کسانو تر ټولو لویه برخه جوړوي. نیول شوي کسان د کډوالو د ساتنې مرکزونو ته لېږدول شوي دي.#ترکیه #کډوال #کډوالو_بحران #افغانستان

🌐

Author