د عدلیې وزارت د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ په پنځمه اعلان وکړ چې ځانګړې محکمې د خوست ولایت په اسماعیل خېلو او علي شېرو ولسوالیو کې شاوخوا ۴۵ جریبه ځمکه امارتي ثابته کړې ده. دا ځمکې په علي واټ او تور اوبه جلال خېل سیمو کې دي.د اعلامیې له مخې، اوسني متصرفین مکلف دي چې دا ځمکې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون ته وسپاري.د ځمکو د ملکیت څېړنې په وروستیو کلونو کې روانې دي او تر اوسه په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۶۰ ښارګوټي امارتي اعلان شوي دي.#خوست #ځمکه #عدلیې_وزارت #افغانستان🌐

Author