په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو د کورونو د چتونو د نړېدو له امله د درېیو کسانو د مړینې خبر ورکړی دی. دا زړه بوږنوونکې پېښې د جلال اباد ښار په اتمه ناحیه کې د سختو او پرله پسې بارانونو له امله رامنځته شوې دي.

د راپورونو پر بنسټ، د ننګرهار په ده بالا ولسوالۍ کې په یوه ورته پېښه کې هم یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان دي. د سیمې د پولیسو قوماندانۍ تایید کړې چې د دې طبیعي پېښو دوه قربانیان کوچني ماشومان وو.

په ټول افغانستان کې وروستیو بارانونو او سېلابونو د څه باندې پنځوسو کسانو ژوند اخیستی دی. دغو طبیعي پېښو سړکونو، کرنیزو ځمکو او د استوګنې کورونو ته درانه مالي زیانونه اړولي او سلګونه کورنۍ یې بې ځایه کړې دي.

#ننګرهار #سېلاب #طبیعي\_پېښې #طالبان #افغانستان

🌐

Author