ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هیواد سمندري ځواکونو د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د هرمز له تنګي څخه د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ درولی دی.

دا اقدام وروسته له هغه وشو چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د اوربند لومړنۍ هوکړه له جدي ننګونو سره مخ شوه او په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شو.

د هرمز تنګی په نړۍ کې د انرژۍ د لیږد یو له خورا مهمو لارو څخه شمیرل کیږي او تړل کیدل یې کولی شي په نړیواله کچه خورا ناوړه اقتصادي او امنیتي پایلې ولري.

#هرمز\_تنګی #نړیوال\_اقتصاد #منځنی\_ختیځ

🌐

Author