د کابل پوهنتون د ازبکي ژبې د څانګې یوه محصل ادعا کړې چې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر هغه د سیمه ایزې خولۍ د اغوستلو له امله سپک کړی دی. دا محصل وایي چې ندا محمد ندیم هغه د پوهنتون په انګړ کې په څپېړه وهلی دی.
دا پیښه هغه مهال رامنځته شوې چې محصلین د پوهنتون د چاپیریال په پاکولو بوخت وو او دودیزې ازبکي خولۍ یې پر سر وې. د دې ځوان په وینا د طالبانو وزیر د دې خولۍ اغوستل یو سیاسي حرکت بللی او ټینګار یې کړی چې دا جامې په پښتنو پورې اړه لري.
د دې خولۍ د کلتوري هویت په اړه د استادانو له توضیحاتو سره سره د طالبانو چارواکو د ټولو محصلینو هویت ثبت کړی دی. دې چلند د یو شمیر هیوادوالو غوسه راپارولې خو د لوړو زده کړو وزارت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
🌐 #افغانستان #کابل\_پوهنتون #طالبان #بشري\_حقوق