د پارلمان د رییس محمد باقر قالیباف په مشرۍ یو خورا لوړ پوړی ایراني پلاوی د امریکا له متحدو ایالتونو سره د سولې د حساسو خبرو لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته سفر کړی دی.

دا لوی او ډیپلوماټیک پلاوی په داسې حال کې پاکستان ته ننوځي چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر د شخړو د درولو او د لا زیاتو نښتو د مخنیوي لپاره دوه اونیز لنډمهاله اوربند اعلان کړی و ترڅو د خبرو لپاره مناسب فرصت برابر شي.

لوړ پوړي ایراني چارواکي د رسېدو سره سم وايي چې دوی بشپړ ښه نیت لري خو د امریکا پر ژمنو هېڅ باور نه لري. دا خورا مهمه ناسته د امریکا د ولسمشر د مرستیال جي ډي ونس په مستقیم حضور او د پاکستان حکومت په مستقیم منځګړیتوب ترسره کېږي.

🌐

#ایران #امریکا #د\_سولې\_خبرې

Author