د طالبانو سترې محکمې تایید کړې چې په ارزګان او ننګرهار ولایتونو کې یې ۸ تنه په بیلابیلو تورونو په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
دا سزاوې د طالبانو لخوا د شرعي حدودو د پلي کولو برخه ده چې نړیوال غبرګونونه یې پارولي دي.
په ارزګان کې شپږ تنه د غلا او نامشروع اړیکو او یو تن د خلکو کور ته د ننوتلو په تور ۳۹ دُرې وهل شوي او بندي شوي دي.
په ننګرهار کې هم یو تن په ورته تور مجازات شوی دی.
د بشري حقونو نړیوالو ادارو په وار وار له طالبانو غوښتي چې بدني سزاوې بندې کړي.
خو طالبان د خپل شریعت په پلي کولو ټینګار کوي او دا کار عدالت بولي.