د افغانستان د ازادۍ جبهې په یوه څیړنیز راپور کې ویلي چې طالبانو په ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې د هیواد په ۲۹ ولایتونو کې د تیر حکومت ۱۲۳ پخواني پوځیان وژلي دي.

دا راپور د نوي کال په مناسبت خپور شوی دی.


د وژنو ترڅنګ، په راپور کې راغلي چې ۱۳۱ نور پوځیان نیول شوي، شکنجه شوي یا لادرکه شوي دي.

څارونکي وایي دا شمیرې ښيي چې د طالبانو “عمومي بخښنه” یوازې تشه ادعا ده او د پخوانیو پوځیانو سیستماتیک حذف دوام لري.


دا راپور چې د ازادۍ جبهې لخوا چمتو شوی، د انتقام اخیستنې یو روښانه انځور وړاندې کوي.

شنونکي باور لري چې د دې جنایتونو مستند کول د راتلونکو حقوقي تعقیبونو لپاره خورا مهم دي.

بشريحقونه #پخوانيپوځیان #طالبان #دازادۍجبهه #عموميبخښنه #جنګيجنایت #افغانستان #راپور

Author