د امریکا پخواني استازي زلمی خلیلزاد په کابل کې په یوه مرکه کې تایید کړه چې د دوحې تړون «پټې ضمیمې» لري چې حتی په امریکا کې نه دي خپرې شوي، خو د افغانستان د هغه وخت مشران ترې خبر وو.
هغه همدارنګه د افغانستان په فضا کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو شتون تایید کړ او دا یې د امریکا د امنیت لپاره اړین وباله.
خلیلزاد وویل چې طالبان باید یو انتخابي او قانوني سیسټم ته غاړه کیږدي او په واک کې د غیر طالبي څیرو شتون اړین دی.
هغه ټینګار وکړ چې د بې پیلوټه الوتکو ګزمه د هوايي حریم نقض نه دی او امریکا حق لري د احتمالي ګواښونو د دفع کولو لپاره وضعیت وڅاري.
دغه پخواني ډیپلوماټ دا هم په ډاګه کړه چې طالبانو له رسمي تړون بهر، د ښځو د حقونو او زده کړو په اړه ژمنې کړې وې.
د پټو ضمیمو او د هوايي عملیاتو لپاره د امریکا د حق په اړه د هغه څرګندونو په سیاسي کړیو کې ډیر غبرګونونه راپارولي دي.