سرچینو تایید کړې چې طالبانو له دوو میاشتو راهیسې د دولتي کارکوونکو د معاشونو ورکړه درولې ده. د قوس او جدی میاشتو د معاشونو نه ورکړې، کارکوونکي په ژمي او د سون توکو د بیو لوړوالي په موسم کې له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
سره له دې چې د طالبانو د مالیې وزارت ویاند دا خبر «شایعه» بللې او د ورکړې ژمنه یې کړې وه، خو د څو ادارو کارکوونکي وايي د مالي راپورونو له لیږلو سره سره یې لا پیسې نه دي ترلاسه کړي.
دا ځنډ مخکې هم د حمل او ثور په میاشتو کې لیدل شوی و.
دولتي کارکوونکي وايي چې معاشونه یې که څه هم لږ دي، خو د کور کرایې او د کورنیو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره یوازینۍ سرچینه ده.
په اوسنیو سختو اقتصادي شرایطو کې د دې عاید پرې کیدل، ډیری کورنۍ د سختې بې وزلۍ له ګواښ سره مخ کړي دي.