په کندهار کې سیمه ییزې سرچینې د عطا محمد په نوم د یو ځوان د وژل کیدو خبر ورکوي چې د نامعلومو کسانو لخوا د چاقو په ګزارونو وژل شوی دی.
دا پیښه د پنجشنبې په ورځ د کندهار ښار په دویمه ناحیه، کاروان کوڅه کې شوې او نوموړي د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
دا قتل په داسې حال کې کیږي چې په سویلي ولایتونو کې د «مرموزو او هدفي قتلونو» د زیاتوالي په اړه اندیښنې ډیرې شوي دي.
عطا محمد خپل کور ته نږدې تر برید لاندې راغی او تر اوسه د دې جنایت انگیزه او عاملین نه دي پیژندل شوي.
د سیمې اوسیدونکي وايي چې د طالبانو له امنیتي ادعاوو سره سره، جنايي جرمونه او نامعلوم قتلونه لا هم له خلکو قرباني اخلي.
په داسې قضیو کې د جدي عدلي تعقیب نشتوالی د دې لامل شوی چې د خلکو ترمنځ ویره او ترهه خپره شي.