هبت الله اخندزاده په یو نوي فرمان کې، د خلکو او رسنیو لخوا په طالب چارواکو او غړو هر ډول “تور لګول او نیوکه کول” منع اعلان کړل. هغه د “اسلامي روایتونو” په حواله خبرداری ورکړی چې سرغړونکو ته به سزا ورکړل شي او حتی د طالبانو د جامو د څیرې کیدو تاوان به هم ترې واخیستل شي .
دا فرمان چې عام خلک او رسنۍ پکې شامل دي، د بشري حقونو د بنسټونو ترمنځ جدي اندیښنې راپارولي دي. منتقدین وايي چې دا اقدام د خلکو د غږ د چوپ کولو او د طالب ځواکونو د ناوړه چلند د پټولو یوه هڅه ده .
تر دې مخکې د طالبانو لخوا له خلکو سره د بد چلند، شکنجه کولو او سپکاوي ډیر راپورونه خپاره شوي وو. نوی فرمان په عملي توګه د دې سرغړونو په وړاندې هر ډول غږ پورته کول جرم ګڼي .

بشريحقونه #دبیانازادي #سانسور #طالبان #هبتالله #افغانستان #ځپل #مدني_ټولنه

Author