په لغمان ولایت کې سیمه ییزو سرچینو تایید کړه چې عزیزالله، یو قومي مخور، د طالبانو د شکنجې لاندې ساه ورکړې ده.
د هغه جسد پرون د سیمې د مشرانو په منځګړیتوب کورنۍ ته یې وسپارل شو .
عزیزالله د دولت شاه ولسوالۍ اوسیدونکی و او درې میاشتې مخکې د طالبانو لخوا له خپل کور څخه نیول شوی و.
په نظارت خانه کې د هغه مړینې یو ځل بیا د طالبانو په زندانونو کې د شکنجې مسله راپورته کړې ده .
دې پیښې د سیمې د خلکو غوسه راپارولې ده. د بشري حقونو بنسټونو تل د طالبانو په زندانونو د نظارت نشتوالي او له بندیانو سره د غیر انساني چلند له امله نیوکې کړي دي .