په ننګرهار ولایت کې د جلال اباد ښار سرچینې د یوې ۳۶ کلنې میرمنې د فجیع وژنې خبر ورکوي. دا پیښه د “کمپونو” په سیمه کې شوې او ویل کیږي چې دا میرمن د خپل لیور لخوا په ډزو وژل شوې ده .
په افغانستان کې کورنی تاوتریخوالی او ناموسي وژنې لا هم قرباني اخلي. د ښځو ملاتړو قانوني مرجع نشتوالی او د معافیت کلتور د داسې ترخو پیښو د زیاتوالي لامل شوي دي .
دا میرمن د خپلې کورنۍ د غړي د غوسې ښکار شوه او ژوند یې په دردناک ډول له لاسه ورکړ. د ښځو د حقونو فعالان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د جدي رسیدګۍ او عاملینو ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي .

ننګرهار #جلالآباد #دښځوپروړاندېتاوتریخوالی #وژنه #کورنیتاوتریخوالی #دښځوحقونه #افغانستان #ټولنه