د ناروې د کډوالو شورا خبرداری ورکړی چې افغانستان په نړۍ کې د تر ټولو کمې بودیجې لرونکي بشري ناورین په توګه بدل شوی دی. دا هېواد اوس د یمن او څو افریقایي هېوادونو ترڅنګ د نړۍ د هېرو شویو ناورینونو په نوملړ کې ځای لري.

د راپورونو له مخې، د میلیونونو اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره د اړتیا وړ بودیجې یوازې یوه کوچنۍ برخه چمتو شوې ده. د دې شورا عمومي منشي یان اګلنډ وایي چې افغانستان ته مالي مرستې خپل تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي.

د طالبانو حکومت تر واکمنۍ وروسته د نړیوالو مرستو کمېدل او له ګاونډیو هېوادونو څخه د زرګونو افغان کډوالو راستنېدل وضعیت لا پسې خراب کړی دی. مرستندویه بنسټونه وایي چې د مرستو له زیاتوالي پرته به میلیونونه کسان له لومړنیو خدماتو بې برخې شي.

#افغانستان #بشري\_حقوق #بشري\_ناورین

🌐

Author