په کابل کې سرچینې د مالیې وزارت ودانۍ ته مخامخ، ارګ ته نږدې په یوې پیغلې نجلۍ د ډزو خبر ورکوي.

دا پیښه د دوشنبې په ورځ د سهار په ۹:۴۵ بجو وشوه او بریدګر یو ځوان سړی بلل شوی دی .


د شاهدانو په وینا، بریدګر تر ډزو وروسته په تیښته بریالی شوی دی. قرباني نجلۍ چې وضعیت یې نازک ښودل شوی، په کوما حالت کې روغتون ته لیږدول شوې ده.

د دې برید انګیزه لا نه ده معلومه .
د پلازمینې په یوه خورا امنیتي سیمه کې د داسې برید ترسره کیدل، د خلکو امنیت او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه اندیښنې زیاتې کړي دي. تر اوسه د طالبانو امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي .

کابل #دښځوپروړاندېتاوتریخوالی #امنیت #ډزې #ارګ #مالیېوزارت #افغانستان #بیړنيخبرونه

Author