پاکستان او چین په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره “لیدل کېدونکي او د تایید وړ” ګامونه پورته کړي.

دا غوښتنه په بیجینګ کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر لیدنې وروسته شوې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.


چین په دې لیدنه کې د خپلو وګړو او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) د پروژو د امنیت ساتلو په برخه کې د پاکستان د هڅو ستاینه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې د وسله والو ډلو د شتون او امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي او د چینايي کارکوونکو امنیت ته لومړیتوب ورکول کیږي.
اسلام اباد تل طالبان تورن کړي چې د پاکستان تحریک طالبان (TTP) ته یې پناه ورکړې، خو کابل دا تورونه ردوي. د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې د وروستیو هوايي بریدونو او سرحدي نښتو له امله خړې پړې شوې دي او ډیپلوماتیکو هڅو تر اوسه کومه ښکاره پایله نه ده ورکړې.

افغانستان #پاکستان #چین #طالبان #امنیت #ترهګري #بیجینگ #CPEC #پښتوخبرها #سیمه #اقتصاديدهلیز #بهرنیوچارووزارت

Author