د بشري حقونو یو شمېر فعالانو په یوه پرانیستي لیک کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې په افغانستان کې د فارسي ژبې پر وړاندې د روان وضعیت پلټنه وکړي.

دوی د طالبانو پر تګلارو نیوکه کړې او هغه یې د “ژبني آپارتاید” په نوم یاد کړي دي.


په دغه لیک کې راغلي چې د فارسي ژبې د محدودولو هڅې د افغانانو کلتوري حقونه تر پښو لاندې کوي.

فعالان وايي چې د دولتی ادارو څخه د دې ژبې لیرې کول د یو لوی قشر سره د تبعیض په معنا دی او باید مخه یې ونیول شي.


دوی له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې دا موضوع په رسمي توګه وڅېړي او مستند یې کړي. فعالانو ټینګار کړی چې د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی باید دا مسایل په خپلو راپورونو کې ځای پر ځای کړي ترڅو نړیواله ټولنه ترې خبره شي.

افغانستان #بشريحقونه #فارسي #ملګريملتونه #طالبان #کلتور #ژبه #تبعیض #کابل #پښتو_خبرونه #عدالت

Author