د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې یو تنکي ځوان هغه سړی وژلی چې پر ده یې جنسي تیری کړی و .
سرچینې وايي چې طالبانو دا دواړه کسان مخکې د اخلاقي جرم په تور نیولي وو او بیا یې خوشې کړي وو .
دا پیښه د «پنجشنبه بازار» په سیمه کې شوې ده. ویل کیږي چې هلک تر خوشې کیدو وروسته سړی وژلی او بیا یې ځان طالبانو ته تسلیم کړی دی .
دا په تیرو څو ورځو کې په بالامرغاب کې د وژنې دویمه پیښه ده. دغه ډول پیښې د ټولنیز امنیت په اړه اندیښنې زیاتوي .