د پارلمان پخوانۍ غړې نیلوفر ابراهیمي په لندن کې یوې غونډې ته خبرداری ورکړ چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په امن پټنځای بدل شوی دی.
هغې پر اوسني وضعیت نیوکه وکړه او ویې ویل چې طالبان د ثبات په تامین کې پاتې راغلي او دا وضعیت د نړۍ لپاره یو جدي ګواښ دی.
اغلې ابراهیمي د خپلو خبرو په یوه برخه کې د جمهوریت د دورې پر سیاستوالو هم نیوکې وکړې او ویې ویل چې “سوځېدلو او ناکامو څېرو” ته باید اجازه ورنکړل شي چې بیا د خلکو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.
د هغې په باور، دغو کسانو د خدمت فرصت درلود خو په خپله ازموینه کې ناکام شول.
هغې همدارنګه د تابعیت پر سم تعریف ټینګار وکړ او ویې ویل چې خلک باید د قومي هویتونو قرباني نشي.
ابراهیمي د نجات لار د ژمنو رهبرانو د نوي نسل په ظهور او له ترهګرۍ سره په جدي مبارزه کې وبلله.