په جینیوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندیشه په یوه نوي یادښت کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو واکمني یوازې یو سیاسي بحران نه، بلکې د افغانستان د ملي هویت د ړنګېدو لامل شوی دی .
هغه وايي چې ملتونه د تورې په زور نه، بلکې د ګډ کلتور او ارزښتونو پر بنسټ ژوندي پاتې کیږي، خو طالبان د موسیقۍ په بندولو او د ښځو په حذفولو سره د ملت ریښې پرې کوي .
ښاغلي اندیشه طالبان د “کلتور قاتلان” بللي او ټینګار یې کړی چې دا ډله د افغان ولس استازیتوب نشي کولی او د دوی ایډیالوژي د افغانستان قومي او ژبني تنوع د زغملو توان نلري . د هغه په وینا، هغه ارزښتونه لکه نوروز، شعر او میلمستیا چې زموږ د هویت ستنې وې، اوس د نابودۍ له خطر سره مخ دي .
هغه همدارنګه په هغو سیاسي او کلتوري څېرو سختې نیوکې کړي چې د طالبانو تر څنګ ولاړ دي او هغوی یې په دې “کلتوري جنایت” کې شریک ګڼلي دي . اندیشه په دې باور دی چې د خلاصون یوازینۍ لار د ملت د روح د ژغورلو او په نړۍ کې د افغانستان د ځای ځایګي د بېرته ترلاسه کولو لپاره ملي مقاومت دی .