د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف د پاکستان د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره په لیدنه کې ویلي، چې امریکا باید د تهران د باور ترلاسه کولو لپاره د ایران اوه ګوني شرطونه پوره کړي.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، ښاغلي قالیباف په تهران کې په دې لیدنه کې ټینګار وکړ: "موږ نوې خبره نه لرو او امریکا په نیویارک کې د وړاندې شویو اوو شرطونو له پلي کولو پرته د ایران باور نشي ترلاسه کولی." هغه زیاته کړه چې د ډونالډ ټرمپ لخوا د "اسلام اباد تړون" څخه سرغړونې سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ دیوال نور هم لوړ شوی دی.
جنرال منیر د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړي په توګه تهران ته سفر کړی ترڅو دواړه لوري بېرته د خبرو اترو میز ته راوستلو لپاره نوې هڅې پیل کړي. هغه د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره هم لیدلي، خو جزئیات یې نه دي خپاره شوي.
د ایران د پارلمان رئیس دا هم وویل: "موږ جنګ غوښتونکي نه یو، خو د خپل هېواد او ملي عزت د دفاع لپاره پوره چمتووالی لرو." هغه ټینګار وکړ چې ګواښونه نشي کولی د ایران پر ستراتیژیکو پرېکړو اغېز وکړي.
په یوه بله لیدنه کې، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضايي د پاکستان د پوځ مشر ته وویل چې تر هغه وخته به خبرې اترې ونه شي چې امریکا د باور جوړونې لپاره ګامونه پورته نه کړي. هغه د ایران د شرطونو پوره کول د دې باور جوړونې پیل وباله او ټینګار یې وکړ چې "حتی یوه ذره غني شوي اټومي توکي به له ایران څخه بهر نه وځي."
ایران او امریکا د جون په میاشت کې د پاکستان په منځګړیتوب د "اسلام اباد تړون" لاسلیک کړ، خو دا تړون ډېر ژر ناکام شو. ایران په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې یو نوی پلان وړاندې کړی او د امریکا ځواب ته په تمه دی.
سرچینه: ایراني رسنۍ
🌐