پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د یوې سیمه ییزې سولې کمیټې څلور غړي د نامالومو وسله والو لخوا وژل شوي دي .
دا برید د “بنو” په ولسوالۍ کې هغه مهال وشو چې یاد کسان له یوې سیمه ییزې جرګې څخه د راستنیدو په حال کې وو .
دا پیښه په دغه ایالت کې د تاوتریخوالي د نوې څپې یوه برخه ده؛ لکه څنګه چې تیره ورځ هم اوه پولیس افسران په یوه چاودنه کې وژل شوي وو چې مسوولیت یې پاکستاني طالبانو منلی و .
تر اوسه کومې ډلې د سولې کمیټې د غړو د ترور مسوولیت نه دی منلی .
د پاکستان په سرحدي سیمو کې د ناامنیو زیاتوالي ډیرې اندیښنې پارولي دي . د قومي مشرانو او امنیتي ځواکونو په نښه کول په دې حساسه سیمه کې د وسله والو فعالیتونو پراخیدل ښيي .