په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې نامالومو کسانو د کندهار د پخواني مرستیال والي عبدالعلي شمسي د قبر ډبرې ماتې کړې دي.
ښاغلی شمسي د ۲۰۱۷ کال د جنوري په ۱۵مه د کندهار والي په میلمستون کې د یوې چاودنې له امله شهید شوی و.
دې پیښې د خلکو او کاروونکو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
راپورونه وایي چې تر دې وړاندې هم په څو ورته پیښو کې د تیر حکومت د چارواکو قبرونو ته سپکاوی شوی او لوحې یې ویجاړې شوې دي.
تر اوسه کوم چا یا ډلې د دې کار مسؤلیت نه دی منلی. د قبرونو ویجاړول او مړو ته سپکاوی په بیلابیلو ولایتونو کې د انساني کرامت د خوندیتوب او د مقبرو د درناوي په اړه اندیښنې پیدا کړې دي.