په کونړ ولایت کې سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی چې د «OCCD» موسسې لخوا پرمخ وړل کیدونکي تر ۲۵۰ ډیر سیمه ییز ټولګي تړل شوي دي.

دې اقدام د دغه ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې سلګونه نجونې او هلکان له زده کړو بې برخې کړي دي.


راپورونه وایي چې دا ټولګي د روان کال له پیل راهیسې غیر فعال وو او ۵۴۹ ښوونکي هم بیکاره شوي دي.

د دې ښوونیزو مرکزونو تړل کیدل د کونړ په لیرې پرتو سیمو کې د سواد زده کړې بهیر ته لوی ګوزار دی.


په افغانستان کې ښوونیز محدودیتونه تل د نړیوالو ادارو اندیښنې پارولي دي. د دې ټولګیو په تړل کیدو سره، د ډیرو ماشومانو تعلیمي راتلونکې په تیاره کې ده .

کونړ #زدهکړې #ماشومان #ښوونځی #افغانستان #پوهنه #دتحصیلحق #سیمهییزخبرونه #بېبرخې_توب #موسسات

Author