د امریکا د استازو مجلس غړی او د طالبانو یو له سر سختو منتقدینو څخه، ټیم برچټ د «دولت د موثریت» د فرعي کمېټې د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
نوموړی د هغه لایحې له طراحانو څخه دی چې پر طالبانو د امریکا د مرستو د بندولو غوښتنه کوي.
دغه کمېټه به د امریکا د دولتي ادارو پر کړنو او لګښتونو د څارنې مسوولیت ولري.
د ښاغلي برچټ ټاکل کېدل ښایي د هغو مرستو پر بهیر چې افغانستان ته استول کېږي، ژور اغېز ولري او څارنه یې لا جدي کړي.
دا ټاکنه په داسې حال کې کېږي چې په واشنګټن کې له سرپرست حکومت سره د تعامل او مالي مرستو پر سر بحثونه تود شوي دي. برچټ تل ټینګار کړی چې باید د طالبانو پر وړاندې له جدیت څخه کار واخیستل شي.