د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د هغه نامعلوم لاریون کوونکي ستاینه وکړه چې د یوه واټ نوم یې په «ډونالډ ټرمپ» بدل کړی دی .

یاد وزارت د پنجشنبې په ورځ، د مرغومي ۱۸مه، د یوې ویډیو په خپرولو سره وویل چې امریکا د ایران د خلکو غږ او د هغوی د ازادۍ هیلو ته درناوی لري او ملاتړ ته یې ژمنه ده .


په خپره شوې ویډیو کې یو ځوان لیدل کیږي چې د شپې لخوا په یوه نمادین حرکت کې د سړک لوحه بدلوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ویلي وو چې که ایران پر لاریون کوونکو برید وکړي، امریکا به د هغوی د ژغورلو لپاره اقدام وکړي

.
بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچی د ټرمپ څرګندونې خطرناکې او غیرمسوولانه بللې دي. دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې لاریونونه دوام لري او امریکا د خلکو ملاتړ کوي .

ایران #امریکا #ټرمپ #لاریونونه #تهران #بهرنیوچارووزارت #ازادي #حقوق_بشر

Author