ناسا په رسمي ډول اعلان وکړ چې د SLS ستر راکټ او اوریون فضایی بیړۍ به د ۲۰۲۶ کال د جنوري په ۱۷مه د آرتمیس ۲ ماموریت لپاره چمتو شي. دا تاریخي ماموریت به له ۵۰ کلونو وروسته یو ځل بیا انسانان د سپوږمۍ مدار ته یوسي. دا پیاوړی راکټ به په فلوریډا کې د کینډي فضایی مرکز څخه د توغولو ډګر ته ولیږدول شي .
د SLS راکټ چې ۳۲۲ فوټه لوړوالی لري، یوازینی راکټ دی چې سپوږمۍ ته په یو وار د عملې او تجهیزاتو د لیږلو توان لري. څلور ټاکل شوي فضانوردان د دې ۱۰ ورځني سفر لپاره چمتووالی نیسي ترڅو د فضا په ژور چاپیریال کې د بیړۍ مهم سیستمونه وازمایی. د دې فضایی بیړۍ سرعت به په ساعت کې تر ۳۲ زره کیلومترو ډیر وي .
که وروستۍ ازموینې او د تیلو اچولو تمرینونه بریالي وي، نو د توغولو لړۍ به د ۲۰۲۶ کال د فبروري په ۶مه پیل شي. د آرتمیس ۲ ماموریت بریالیتوب به د آرتمیس ۳ لپاره لاره هواره کړي چې وروستۍ موخه یې د سپوږمۍ په سطحه د انسان بیا کوزیدل دي .

ناسا #فضا #سپوږمۍ #آرتمیس #فضاییتکنالوژي #ساینسيخبرونه #ستورپوهنه #راکټ #راتلونکی #۲۰۲۶

Author