د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې په یو پیغام کې ویلي چې د ایران مشرانو د څه باندې ۸۰۰ اعتراض کوونکو د اعدام حکم لغوه کړی دی.
هغه چې مخکې یې ګواښ کړی و که اعتراض کوونکي ووژل شي نو سخت غبرګون به وښيي، د تهران له دې پریکړې مننه وکړه او دا یې د خپلو فشارونو پایله وبلله .
په ایران کې وروستي اعتراضونه چې د اقتصادي ستونزو له امله پیل شوي وو، په تاوتریخوالي واوښتل او راپورونه وايي چې تر ۲۰۰۰ ډیر کسان پکې وژل شوي دي.
خو د تهران او ځینو نورو ښارونو اوسیدونکو رویټرز ته ویلي چې په وروستیو ورځو کې نسبتا ارامي راغلې ده او په اسمان کې بې پیلوټه الوتکې لیدل کیږي .
د خلیج د سیمې ډیپلوماټان وایي چې د امریکا متحدینو ډیرې هڅې وکړې څو د واشنګټن د پوځي برید مخه ونیسي.
که څه هم د برید احتمال کم شوی، خو امریکا سیمې ته د پوځي تجهیزاتو لیږلو ته دوام ورکوي څو پر ایران فشارونه وساتي .
#ایران #ټرمپ #اعتراضونه #بشريحقونه #اعدام #امریکا #سیمه #سیاسيتحولات