د طالبانو د ډلې د اقتصاد وزارت مرستیال، عبداللطیف نظري په لوېدیځ کابل کې یوې غونډې ته وویل چې اوس مهال “تر ټولو مهم د جګړې ډګر، د روایت ډګر دی”. هغه د مخالفینو د تبلیغاتو په اړه اندېښنه وښوده او له ځوانانو او عالمانو یې وغوښتل چې د هغو روایتونو پر وړاندې هوښیار واوسي چې د قومونو ترمنځ بې باوري رامنځته کوي .
دغه طالب چارواکي ټینګار وکړ چې که د خلکو ذهنونه د “دښمن” لخوا تسخیر شي، نو په هېواد واکمني کول اسانه کیږي. هغه د اوسني نظام بقا په دې تبلیغاتي جګړه کې په بریا پورې تړلې وبلله او له خلکو یې وغوښتل چې د تفرقه اچوونکو افکارو مخه ونیسي .
تر دې وړاندې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده هم د غیر طالباني روایتونو پر خپرېدو اندېښنه ښودلې وه. شنونکي وایي چې دا ډول دریځ د دې لامل کیږي چې هر ډول نیوکه یا ټولنیزه اندېښنه د بهرنۍ لاسوهنې په توګه وپېژندل شي او له پامه وغورځول شي .
#د_روایتونو_جګړه #طالبان #کابل #سیاست #تبلیغات #افغانستان #ملي_باور #ټولنه #رسنۍ #عبداللطیف_نظري