د “رواداري” بنسټ د راپور له مخې، د طالبانو د ډلې د جزا نوي اصول نامه د مخالفینو د فعالیتونو “نه راپور ورکول” جرم ګڼلی دی. د دې قانون له مخې، هر هغه وګړی چې د طالبانو ضد فعالیتونو څخه خبر وي او امنیتي ادارو ته خبر ورنکړي، په دوه کاله بند به محکومیږي .

په دې سند کې د فردي او مذهبي آزادیو لپاره هم سختې سزاګانې ټاکل شوې دي. له حنفي مذهب څخه وتل دوه کاله زندان لري او د طالبانو مشرانو ته سپکاوی په ۲۰ درو او بند محکومیږي. حتی شخصي مسایل لکه د ګاونډي ښځې ته کتل یا روژه خوړل هم د بدني سزا او زندان لامل کیدی شي .

د رواداري بنسټ دا اصول نامه په کلکه غندلې او هغه یې د بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده. په دې سند کې د “غلام” کلمې کارول او په طبقاتو د ټولنې وېشل، په افغانستان کې د مدني آزادیو د سیستماتیک ځپلو او د تبعیض په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي .

#بشري_حقونه #د_طالبانو_قانون #د_بیان_ازادي #سزا #درې #زندان #افغانستان #رواداري #عدالت #ځپل

Author