د افغانستان د جمهوري نظام د چارو ادارې پخواني رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د سیمې د حالاتو په اړه نوی تحلیل وړاندې کړی دی.

هغه ادعا کړې چې د غزې د سولې په پلاوي کې د پاکستان ګډون په اصل کې د امریکا او اسرائیل د ګټو ساتل دي.


ښاغلي فضلي لیکلي چې پاکستان د افغان مجاهدینو له وخت راهیسې د لویدیځ په ګټه کار کړی او اوس هم خپله پخوانۍ پالیسي پر مخ وړي.

هغه خبرداری ورکړی چې پاکستان به په راتلونکي کې په افغانستان کې هم داسې پروژې پلي کړي چې د واشنګټن له اهدافو سره سمې وي.


دا څرګندونې د اسلامي هېوادونو په وړاندې د پاکستان پر دوه مخې سیاست نیوکې کوي.

فضلي باور لري چې اسلام اباد تل د مذهب او سولې له نوم څخه په ګټې اخیستنې سره په سیمه کې د لویو قدرتونو ستراتیژیک اهداف تعقیب کړي دي.

فضلمحمودفضلي #پاکستان #غزه #افغانستان #بهرنۍپالیسي #امریکا #اسرائیل #سوله #سیاسيتحلیل #سیمه

Author