د «زنان به سوی آزادی» یا د ازادۍ په لور د ښځو خوځښت د جنورۍ د ۲۴مې یا د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت د یوې پرېکړه لیک په خپرولو سره په ډاګه کړه چې په افغانستان کې له زده کړو څخه د نجونو سیستماتیک محرومیت د «جنسیتي آپارتايد» ښکاره بېلګه ده. په دې اعلامیه کې ټینګار شوی چې زده کړه یو بشري او نه اخیستل کیدونکی حق دی او هیڅ سیاسي یا ایډیولوژیک ځواک د دې حق د انکار صلاحیت نلري. معترضو میرمنو دا وضعیت د یوه ملت د راتلونکي پر وړاندې جنایت بللی دی .

دغه خوځښت خبرداری ورکړی چې له ښوونیز نظام څخه د ښځو ایستل، د هېواد له ټولنیز او سیاسي ژوند څخه د هغوی د رول د پاکولو یوه قصدي هڅه ده. خو دوی ټینګار کړی چې دا تګلارې به د افغان میرمنو د مدني مقاومت پر وړاندې له ماتې سره مخ شي. په اعلامیه کې راغلي چې نړیوال بنسټونه باید له نمایشي دریځونو لاس واخلي او د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره لازمي اقدامات وکړي .

معترضو میرمنو د نړۍ پر چوپتیا نیوکه کړې او هغه یې «له ځپلو سره ملګرتیا» بللې ده. دوی اعلان وکړ چې د زده کړې حق د معاملې یا ځنډولو وړ نه دی او مبارزه به د بشپړې ازادۍ او برابرۍ تر ترلاسه کولو پورې دوام ولري. دا اعلامیه د هغو میرمنو لوړ غږ دی چې د ګواښونو سره سره، لا هم د خپلو لومړنیو حقونو د بیرته اخیستلو لپاره ولاړې دي .

Author