د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د افغانستان په ختیځ کې د ماشومانو د بحراني وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی. په هغو سیمو کې چې مخکې د زلزلې له امله ویجاړې شوې وې، د درنې واورې اورښت د زرګونو بې ځایه شویو کورنیو ژوند ګواښي. یونیسف د جمعې په ورځ، د سلواغې په ۳مه، اعلان وکړ چې د ژمي سختو شرایطو د هغو ماشومانو کړاو دوه چنده کړی چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي دي .
په افغانستان کې د یونیسف استازي، تاج الدین اویوالي، د ژورې اندیښنې په څرګندولو سره ویلي چې له زیانمنو سیمو څخه ترلاسه شوي انځورونه ټکان ورکوونکي دي. کورنۍ د صفر درجې لاندې یخنۍ کې او له مناسبې سرپناه پرته د ژوندي پاتې کیدو لپاره مبارزه کوي. د راپورونو له مخې، په دې سیمو کې شاوخوا ۲۷۰ زره ماشومان له سختې یخنۍ او خطرونو سره مخ دي او د بیړنیو بشري مرستو اړتیا په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو ده .
مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي چې که بیړنۍ مرستې ونه رسیږي، د زلزلې له امله رامنځته شوی بشري بحران به د ژمي له یخنۍ سره یوځای شي او یو لوی ناورین به رامنځته کړي. یونیسف وايي د دوامداره خدماتو د وړاندې کولو سره سره، د اړتیاوو کچه له شته امکاناتو ډیره لوړه ده او ماشومان د دې سخت اقلیمي او طبیعي وضعیت تر ټولو زیان منونکي قربانیان دي .
#یونیسف #افغان_ماشومان #زلزله #سخت_ژمی #بشري_مرستې #افغانستان #بشري_بحران #یخني