د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس، محمد یوسف کارگر، په مالیزیا کې د آسیا د فوټبال کنفدراسیون (AFC) په رسمي ناسته کې د هېواد د ورزش لپاره لویې لاسته راوړنې درلودې.

هغه په هرات او غزني کې د فوټبال میدانونو د بیارغونې او په لوګر کې د یوه نوي میدان د جوړولو قراردادونه ترلاسه کړل .
د دې ترڅنګ، په کندهار او بلخ کې د مینی فوتبال د میدانونو پروژه هم نهايي شوې ده.

دا ګامونه د ځوانانو د استعدادونو د ودې لپاره خورا مهم دي او په ټول هېواد کې د معیاري ورزشي اسانتیاوو د برابرولو ژمنه ښيي .
همدارنګه، د کابل لوبغالي د بیارغونې او په بدخشان کې د نوي سټیډیم د جوړولو په اړه خبرې روانې دي. دا پروژې د افغانستان د فوټبال مینه والو او ورزشکارانو لپاره یو ښه زیری دی .

افغانفوټبال #یوسفکارگر #هرات #غزنی #لوګر #افغانورزش #فوټبالفدراسیون #کندهار #بلخ #کابلسټیډیم #ورزشيخبرونه

Author