د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په یوه تازه وینا کې د خپل حکومت ملاتړ یوه دیني دنده او د بریالیتوب لامل بللی دی. هغه ادعا کوي چې اوسنی نظام هغه ځای دی چې د خدای رضا پکې ترلاسه کیږي او خیر یې خلکو ته رسیږي. د طالبانو مشر ټینګار کړی چې د دې حاکمیت ملاتړ نه یوازې واجب دی، بلکې په دنیا او آخرت کې د نجات او کامیابي یوازینۍ لار ده .

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په افغانستان کې د خلکو د ژوند د وضعیت په اړه نیوکې اوج ته رسیدلي دي. هیوادوال له پراخې بې وزلۍ، بې کارۍ، سختو ټولنیزو محدودیتونو او له عامه ډګر څخه د ښځو له حذفیدو شکایت کوي. ډیری په دې باور دي چې د یوې ځانګړې کړۍ په لاس کې د واک تمرکز او د ځواب ویلو نشتوالی، هره ورځ د حکومت او خلکو ترمنځ واټن زیاتوي .

مدني فعالان وايي چې د بیان ازادۍ، ټاکنو او شفاف قانون په نشتوالي کې، خلک په پریکړو کې هیڅ ونډه نلري. خو د طالبانو مشران نیوکې ردوي او هغه یا د «دښمن تبلیغات» ګڼي یا یې له شریعت څخه د سمې نه پوهیدو پایله بولي. د «خلکو ته د خیر رسولو» ادعا او د ورځني ژوند د سخت واقعیت ترمنځ دا تضاد، د دې ډلې د کورني مشروعیت اصلي ننګونه ده .

#ملا_هبت_الله #طالبان #افغان_سیاست #بې_وزلي #سیاسي_مشروعیت #د_بیان_ازادي #افغانستان #دین_او_سیاست

Author