د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې، د بام د واورې پاکولو پر سر یوه ساده شخړه د دوو کورنیو ترمنځ په خونړۍ نښته واوښته. سیمه ییزې سرچینې وايي په دې پېښه کې چې د «غاري» په کلي کې رامنځته شوه، یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي .
تاوتریخوالی هغه مهال پیل شو چې یوې کورنۍ د خپل بام واوره له انګړ بهر اچوله چې د ګاونډي له مخالفت سره مخ شول. دغه لفظي شخړه ډېر ژر په فزیکي تاوتریخوالي بدله شوه او تریخ پای یې درلود .
د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د دې پېښې پخلی کړی او عاملین یې نیولي دي. پوهان وايي په وژنو د کوچنیو اختلافاتو بدلېدل، په ټولنه کې د اغېزمن قانوني چوکاټ نشتوالی او د تاوتریخوالي زیاتوالی ښيي .