د افغان فوټبال ملي لوبډلې د څلور اړخیزو نړیوالو سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې کوربه هیواد مالدیف ته د یو ګول په توپیر ماتې ورکړه. دا په زړه پورې لوبه د مالدیف په پلازمینه ماله ښار کې ترسره شوه.
د دې زړه راښکونکې لوبې لومړۍ نیمایي پرته له کوم ګول پای ته ورسیده او دواړو لوبډلو مساوي پایله درلوده. خو په دویمه نیمایي کې رومان فازي د یوه ښه پاس په مرسته وتوانید چې د لوبې یوازینی د بریا ګول ووهي او درې مهم امتیازونه ترلاسه کړي.
افغان ملي لوبغاړي په دې ټورنمنټ کې د مالدیف، بنګله دیش او پاکستان له لوبډلو سره سیالي کوي. د هیواد د فوټبال ملي لوبډله به په خپلو راتلونکو لوبو کې له پیاوړو بنګله دیشي او پاکستاني سیالانو سره مخامخ شي.
🌐
#افغان\_سپورت #فوتبال #افغانستان