د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې په یوه ټکان ورکوونکې پېښه کې، عبدالغفور ضیایي په نوم یو اوسېدونکی ادعا کوي چې د طالب قومندان لخوا ورته د مرګ ګواښ شوی دی. هغه وايي یوازې په فیسبوک کې په طالبانو د نیوکې په جرم، درې ورځې بندي او وږی ساتل شوی دی .
ضیایي ادعا کوي چې «مولوي نجیب»، د طالبانو قومندان چې د سرو زرو د کانونو کنټرول هم په لاس کې لري، د هغه ورور وهلی ډبولی دی. هغه وايي د طالبانو امنیه قومندان ورته په ډاګه ویلي: «که شکایت وکړې، سر به دې له تن څخه جلا کړم» .
د بدخشان دغه اوسېدونکی اوس د عدالت غوښتنه کوي. دې پېښې یو ځل بیا د بیان پر ازادۍ د محدودیت او له عامو خلکو سره د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو د خپل سري چلند په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي .