د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د زده کړو بحران یوازې تر نجونو پورې محدود نه دی او په ښوونځیو کې د هلکانو نوم لیکنه هم په چټکۍ سره کمه شوې ده.

د نوي راپور له مخې، د هیواد ښوونیز سیستم د پاشل کیدو په حال کې دی او یو بشپړ نسل د بې سوادۍ له خطر سره مخ دی.


یونیسف ویلي چې له زده کړو څخه د ۲.۲ میلیونه نجونو د محرومیت ترڅنګ، اقتصادي ستونزې او د ښوونکو کمښت د دې لامل شوي چې کورنۍ خپل زامن هم ښوونځیو ته ونه لیږي.

شمیرې ښيي چې د لومړنۍ دورې ۹۳ سلنه زده کوونکي د لوستلو پوره وړتیا نه لري.


پوهان وايي که دا وضعیت دوام وکړي، افغانستان به له نه جبرانیدونکي بشري او اقتصادي بحران سره مخ شي.

بنسټیزې زده کړې چې د هرې ټولنې د پرمختګ ستنه ده، اوس په افغانستان کې تر بل هر وخت زیاته لرزانه ده .

زدهکړې #یونیسف #ښوونځی #هلکان #نجونې #افغانستان #ښوونیزبحران #طالبان #سواد #پرمختګ #ماشومان #ملګري_ملتونه

Author