له نږدې دوو لسیزو خبرو اترو وروسته، هند او اروپايي ټولنې بالاخره د آزادې سوداګرۍ یو ستر او تاریخي تړون ته ورسېدل. دا تړون چې یو دوه میلیارده کسیز بازار تر پوښښ لاندې راولي، په سلو کې پر ۹۰ توکو ګمرکي تعرفې له منځه وړي یا یې کموي او د نړیوالو اقتصادي فشارونو پر وړاندې یو ځواب ګڼل کېږي .
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي دا تړون د «ټولو سوداګریزو تړونونو مور» وباله چې د بزګرانو او کوچنیو سوداګریو لپاره بې ساري فرصتونه رامنځته کوي. د اروپايي کمیسیون مشرې اورزولا فون درلاین هم په نوي ډیلي کې وویل چې همکاري د جیوپولیټیک ننګونو سره د مقابلې غوره لار ده .
دا هوکړه په داسې حال کې وشوه چې هند د امریکا لخوا د درنو تعرفو له ګواښ سره مخ دی. په دې تړون کې د هند او اروپا ترمنځ د متخصصینو او کاري ځواک د تګ راتګ اسانتیاوې هم شاملې دي چې کولی شي د سیمې اقتصاد بدل کړي. په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو لوریو ترمنځ سوداګري ۱۳۶ میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه .

هند #اروپاييټولنه #آزادهسوداګري #اقتصاد #نریندرامودي #نړیوالبازار #تعرفه #صادرات #اقتصاديهمکاري #مهم_خبرها

Author