په ټولنیزو رسنیو کې د دوو طالب غړو ترمنځ د یوې غږیزې مکالمې خپرېدو پراخ غبرګونونه پارولي دي. په دې فایل کې، یو طالب جنګیالی په حسرت سره وايي چې په ۱۰ کلنه جګړه کې یې تر ټولو لوی ارمان یوازې «په کابل ښار کې قدم وهل» و .
د طالبانو دغه غړی اعتراف کوي چې د جمهوریت له سقوط مخکې یې هېڅکله د خپل هېواد پلازمېنه نه وه لیدلې. دا خبرې د جګړې په کلونو کې د کلیوالو او ښاریانو ترمنځ ژور واټن ښيي؛ هغه ځای چې د ډېرو لپاره د کابل لیدل یو نه پوره کېدونکی خوب و چې یوازې د نظام په بدلون سره رښتیا شو .
د ټولنیزو رسنیو کاروونکي وايي دا غږیز کلپ یو تریخ حقیقت په ډاګه کوي: ډېری هغه کسان چې اوس په کابل واکمن دي، د لومړي ځل لپاره دې ښار ته داخل شوي دي. دې ویډیو د طالبانو او د کابل د ښاري ټولنې ترمنځ د لیدلوري د توپیر او کلتوري بیګانګۍ په اړه تود بحثونه راپورته کړي دي .

کابل #طالبان #افغانستان #ټولنیزېرسنۍ #جګړه #ټولنپوهنه #محليپیښې #پلازمینه #ریښتینېکیسه #کلتوريتوپیر

Author