د مشهور فلم جوړوونکي اتلي نوې پروژه چې AA22XA6 نومیږي، په ټولنیزو رسنیو کې ډیر شور جوړ کړی دی. وروسته له هغه چې د سویل سوپر سټار الو ارجون په دې فلم کې ګډون وکړ، اوس د دیپیکا پادوکن شتون د مینه والو هییلې نورې هم زیاتې کړي دي.
اتلي په یوه مرکه کې وویل چې د فلم ټیم شپه او ورځ کار کوي ترڅو یو څه ځانګړي چمتو کړي. هغه وویل: «موږ بې خوبه شپې تیروو او هڅه کوو چې مینه والو ته یو لوی سوغات وړاندې کړو.»
اتلي ژمنه وکړه چې دا فلم به د لیدونکو لپاره خورا په زړه پورې وي.

اتلي #دیپیکاپادوکن #الوارجون #هنديسینما #بالیوود #نویفلم #سینما

Author