د مشهور فلم “شعلې” د ۵۰ کلنۍ په مناسبت، هیما مالیني د “جب تک هی جان” سندرې د ثبتولو سختې شیبې یادې کړې. هغې وویل چې مور یې ډیره اندیښمنه وه ځکه هغې باید د مۍ میاشتې په ګرمۍ کې په لوڅو پښو په ګرمو تیږو نڅا کړې وای.
ډایرکټر رامش سیپي ټینګار کاوه چې دا صحنه باید په طبیعي ډول ثبت شي، نو هیما نشوای کولی پښو ته څه واچوي.
هیما مالیني وایي چې د شوټینګ وروسته به یې خپلې پښې په یخو اوبو کې ایښودلې ترڅو درد کم کړي، خو د هغې دا زیار د سینما په تاریخ کې ثبت شو.

هیمامالیني #شعلهفلم #هنديسینما #بالیوود #تاریخيفلم #هنرمندان #سینما

Author