په یوه بې ساري پیښه کې، طالبانو ته نږدې افغان دیني عالم مولوي شېرعلي حماد په کابل کې د پاکستاني طالبانو د تحریک (TTP) د یوه غړي د جنازې په مراسمو کې د پاکستان پر ضد د جګړې اعلان وکړ. دا تنده وینا د چهارشنبې په ورځ د دلوې په ۸مه د کابل په ګلدرې ولسوالۍ کې د ګڼ شمېر پلویانو په شتون کې وشوه .

دغه دیني عالم په خپلو خبرو کې د پاکستان، تاجیکستان او اوزبیکستان حکومتي نظامونه “غیر اسلامي” وبلل او ګډونوال یې د پاکستان ضد شعارونو ورکولو ته وهڅول. هغه د کونړ په پوله کې د ټي ټي پي د غړي ایوب ذاکر وژل کېدو ته په اشارې ادعا وکړه چې د پاکستان حکومت د قومونو، په ځانګړې توګه د بلوچانو پر وړاندې سیستماتیک ظلم کوي .

شنونکي په دې باور دي چې د ټي ټي پي په ملاتړ او د ګاونډیانو پر ضد د جګړې اعلانولو کې د طالبانو د یوې نږدې څېرې ښکاره وینا، د افغان طالبانو او سیمه ییزو وسله والو ډلو ترمنځ ژورې ایډیالوژیکې اړیکې ښيي. دا موضوع کولی شي د کابل او اسلام اباد ترمنځ سیاسي او امنیتي تاوتریخوالی نوي پړاو ته داخل کړي .

#کابل #پاکستان #طالبان #ټي_ټي_پي #افغانستان #سرحدی_تاوتریخوالی #امنیت #سیاست

Author