سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې طالبانو په هرات ولایت کې د محمدمیر رسا په نوم یو اوزبیک کلتوري فعال نیولی دی. دغه کس چې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (تیکا) کارکوونکی هم دی، د چهارشنبې په ورځ د دلوې په ۸مه د طالب ځواکونو لخوا ونیول شو او نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی .
راپورونه وایي چې ښاغلی رسا له نیول کېدو وروسته وهل شوی او دا مهال د نورو پلټنو لپاره په کابل کې د طالبانو کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوی دی. تر اوسه د طالبانو لخوا د دغه کلتوري فعال د نیولو کوم ځانګړی دلیل نه دی اعلان شوی او کورنۍ یې په اندېښنه کې ده .
دا لومړی ځل نه دی چې طالبان کلتوري او مدني فعالان، په ځانګړې توګه اوزبیک هیوادوال په نښه کوي. تر دې وړاندې هم په بغلان ولایت کې د یو اوزبیک مدني فعال د نیول کېدو راپورونه خپاره شوي وو، چې د دې ډلې لخوا د فعالانو د ځپلو د لړۍ دوام ښيي .
#هرات #طالبان #نیول #کلتوری_فعال #اوزبیک #بشری_حقونه #افغانستان #تیکا