د افغانستان د آزادۍ جبهې د سیاسي کمیټې مشر، داوود ناجي ویلي چې د طالبانو ډله لا هم له القاعدې شبکې سره قوي اړیکې لري او سلګونه پخواني امنیتي ځواکونه یې ترور کړي دي. هغه دا څرګندونې پر طالبانو د امریکا د مرستو د بندولو د لایحې په غبرګون کې کړي او دا یې یو مهم ګام بللی دی.
ناجي ټینګار کوي چې له ګوانتانامو زندان څخه د اسامه بن لادن د شخصي ژباړونکي، محمد رحیم د خوشې کولو لپاره د طالبانو ټینګار، د دغو اړیکو د دوام روښانه ثبوت دی. د هغه په وینا، دا ټینګار ښيي چې د دواړو ډلو ترمنځ اړیکې هیڅکله نه دي پرې شوي او طالبان د خپلو ژمنو خلاف عمل کوي.
د آزادۍ جبهې دغه چارواکی زیاتوي چې نړیواله ټولنه باید پوه شي چې طالبان نه یوازې له ترهګرۍ لرې شوي نه دي، بلکې د پخوانیو پوځیانو سیستماتیک حذفولو ته دوام ورکوي. د بن لادن د ژباړونکي د خوشې کولو موضوع مخکې هم د طالبانو او القاعدې شبکې ترمنځ د اړیکو د ژورتیا د نښې په توګه مطرح شوې وه.