په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د دیني مدرسو د فارغانو یوه ویډیو خپره شوې چې پکې هغوی ترانې وايي او ځانګړي حرکتونه کوي.
منتقدین وایي دا ډول اجرا او له دیني مفاهیمو ګټه اخیستنه د اسلامي شعایرو سپکاوی دی.
په دې ویډیوګانو کې طالبان د موسیقۍ په طرز دیني او سیاسي شعرونه وايي. افغان کاروونکي په دې باور دي چې دا ډول چلند د دې لامل شوی چې حتی د تکبیر ویل هم د خلکو په منځ کې د مسخرو وړ وګرځي.
د طالبانو نعتونه او حماسي ترانې له کلونو راهیسې د دوی تبلیغاتي وسیله وه، خو دا نوې بڼه یې د خلکو له منفي غبرګون سره مخ شوې ده.
ډیری خلک دا حرکتونه د دیني مدرسو له شان سره سم نه بولي.