د طالبانو د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي د کابل له مشرانو سره په لیدنه کې ادعا کړې چې وزارت یې د خلکو لپاره د «کور حیثیت» لري.
هغه وویل چې دا نظام له خلکو راپورته شوی او دنده لري چې ستونزې حل کړي.
دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې د امر بالمعروف وزارت د خلکو په شخصي ژوند د محدودیتونو او د حجاب په بهانه د ښځو د نیولو له امله د طالبانو تر ټولو ویرونکی ارګان ګڼل کیږي. له خلکو سره د محتسبینو د بد چلند ډیر راپورونه شته.
دیني او حقوقي کارپوهان وایي د دې وزارت کړنې ډیر کله سلیقوي او له اسلامي لارښوونو پورته وي. د «اسانتیاوو» د ادعا سره سره، خلک دا اداره د خپلو ازادیو د سلبولو اصلي لامل بولي.