پخواني ولسمشر حامد کرزي په ملګرو ملتونو کې د نوي مسؤلیت د ترلاسه کولو له امله عادله راز ته د مبارکۍ ترڅنګ د هغې ستاینه وکړه. ښاغلي کرزي وویل چې میرمن راز یوه بااستعداده، پوهه او زیارکښه میرمن ده چې د دې نړیوال مقام وړتیا لري.
حامد کرزي زیاته کړه چې عادله راز په خپلو پخوانیو دندو کې د افغانستان خلکو ته ارزښتناک او نه هیریدونکي خدمتونه ترسره کړي دي. د نوموړي په وینا، په نړیوالو ادارو کې د افغان میرمنو شتون د ویاړ ځای دی او د هغوی وړتیا څرګندوي.
پخواني ولسمشر په پای کې میرمن راز ته په دې نوې دنده کې د لا ډیرو بریاوو هیله څرګنده کړه. دا ټاکنه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غږ د پورته کولو لپاره یو مهم ګام ګڼل کیږي.